ټوکي ټکالي د اسلام له نظره
ټوکی یا مسخری کول داسلام له نظره لیکوال :م احمد مدثر قدرمندو لوستوونکو داسلام دنظره مطلقاً ټوقی کول ناروا اوحرامی ندی البته هغه ټوقی چی په هغه کی دمسلمان توهین وی یا درواغ وی یا غلط الفاظ وی چی هغه دمسلمان دشخصیت سره سمون نه خوری چی هغه مسخراچی شخص سره جوړی کړی اویا دخلګو دخندولو لپاره وی اویا یی دخپل ژوند اساسی دنده جوړه کړی وی چی دهغی په ذریغه سره خپل د ژوند چاری سمی کوی اوخپل اقتصادی ستونزی پری حل کړی نو همداسی ټوقی کول خنداګانی کول ناروا اوحرامی دی البته باید ووایو چی هغه ټوقی چی هغه دمسلمان توهین نوی درواغ نوی دخلګو دخندولو سبب نوی ناوړه الفاظ نوی پکښی یعنی حقیقت وی نوداسی ټوقی کول حرامی ندی او روا دی لکه د حضرت محمدرسول الله ص ټوقی چی هغه به بعضی اوقات دځینو کسانو سره کولی لکه دهغی بوډی ښځی قیصه چی ونبی اکرم ص ته راغله او ورته یی وویل چی ای دالله ج رسوله ته دوعا وکړه چی الله ج ماجنت ته داخله کړی نو نبی اکرم ص ورته وویل ای دفلانی موری بیشکه جنت ته خو بوډی ښځی نه داخلیږی نو راوی وایی چی هغی بوډی شروع وکړه ژړل یی نو رسول الله ص وویل داخبره کړی چی داوجنت ته نه داخلیږی ...