د الله ج څخه د بیري علامې او هغه څه چي مسلمان بنده پرې متقي جوړیږی
(د الله ج څخه د بیري علامې او هغه څه چي مسلمان بنده پرې متقي جوړیږی)
لیکوال م.مدثرفراهي
قدرمندو لوستونکو علامه د بیري د الله ج څخه په اوو شیانو کي ښکاره کیږي
یعني کوم بنده چي د الله څخه بیریږي په هغه کی باید دغه اوه نښانې شتون ولري او د الله ج نه بیره د انسان د اخروي کور د ښه جوړیدا لامل کیږي او کله چی په دنیوي کورکي دکور د خاوند اطاعت وشي نو د اُخروي کور د سختو پړاوونو نه به په اسانتیا سره تیرشي،هغه کارونه چی بنده لره لازمي دي هغه لاندي اوه نښانې دي چي بنده به یې په خپلو اساسي دندو کي راولي:
۱ـ لومړئ علامه ژبه ده. بنده به خپله ژبه د درواغو چغلګری، اوبهتان څخه منعه کوي بی معنا خبري به نکوي او خپله ژبه به ماسیوا د الله ج د ذکر، د قران کریم د تلاوت، او د علم د مذاکرې څخه په بل شيئ نه مشغوله کوي
۲ـ دوهمه علامه زړه دبنده دی.
ځکه چی زړه ځای د یقین او معرفة دی کله چي بنده الله ج و پیژني د بنده د زړه څخه عداوة بغض د وړونو تر مینځ حسد له مینځه وړل کیږي او پدې پوه شی چی حسد د مسلمان نیک عملونه خوري او د زړه حال نه سمیږي مګر په علم اوعمل دواړو سره
۳ـ دریمه علامه نظر د بنده دی.
یعني د بنده د سترګو لید لوری بنده به حرامو شیانو ته نظر نه کوي سترګي به د نامحرمو ښځو د لیدلو څخه ټیټوي او همدارنګه به حرام خوراک اوچیښاک نه کوي او هغه شیانو ته به نه ګوري چي کتل ورته روا ندي ځکه چي
نبي اکرم ص فرمایی د سترګو دید یو غشی دی د غشو څخه د شیطان چي په زهرو ککړ دی که چا د الله ج د ویري
له وجهي خپل دید د نامحرمو ښځو څخه و ګرځوی نو د ایمان خوند به په هغه ورځ کي و مومی چي د الله ج سره ملاقي کیږی(رواه مستدرک علی الصحیحن)
او امام غزالی رح فرمایی پر تا باندی لازم دی چی خپل د سترګو ساتنه به کوی ځکه چی د سترګو نه ساتل سبب د ډیرو فتنو جوړیږی(شرح البخاری للسفیری)
۴ـ څلورمه علامه نس دبنده دی.
بنده به خپل نس د حرامو څخه نه ډکه وي حرام به نه خوري ځکه چي
نبي اکرم ص فرمایی کومه غوښه چي په حرامو لویه شي هغه د اور لایقه ده(رواه سنن الدارمي و شعب الايمان)
۵ـ پنځمه علامه لاس دبنده دی.
بنده به خپل لاس و حرامو ته نه اوږده وي بلکي هغه کارو ته به لاس اوږده وي چي په هغه کي د الله ج اطاعت وي
۶ـ شپږمه علامه پښه دبنده ده.
بنده به د الله ج په معصیت کي تګ نکوي بلکي د الله ج په فرمانبردار به وی او د الله ج په رضا کي به تلل کوي د عالمانو او صالحانو مجالیسو ته به ځي
۷ـ اوومه علامه اخلاص دی.
یعنی د بنده عبادت به د الله ج د رضا لپاره وي او بنده به دریآء او نفاق څخه ډډه کوي.
کچیري کوم بنده دا اوه سره علامې په ځان کي راولي او دا کارونه ترسره کړي دی به د متقینو څخه وي هغه متقین چی رب العزت د دوی یادونه کړیده او لوړه مرتبه یې ورته ټاکلي ده.
چي وایي
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِى جَنّٰتٍ وَعُيُونٍ[سُوۡرَةُ الذّاریَات 15]ژباړه:البته پرهېزګاران به په هغه ورځ په باغونو او د چينو ترڅنګ وي؛
او بل ځای کي وایی
إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِى ظِلٰلٍ وَعُيُونٍ[سُوۡرَةُ المُرسَلات41]
پرهېزګاران نن په سيورو او چينو کښي دي؛
او بل ځای کی وایی
(إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا) [سُوۡرَةُ النّبَإِ : 31]
بېشكه د پرهيز ګارانو لپاره كاميابي ده؛
او بل ځای کي فرمایی
(إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ عِندَ رَبِّهِمْ جَنّٰتِ النَّعِيمِ[سُوۡرَة"ُ القَلَم : 34]
په باوري ډول له خدايه وېروېدونكو خلكو لپاره د هغو د رب په وړاندي په نعمتونو مالامال جنتونه دي؛
او بل ځای کي فرمایې. وَأُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِينَ'[سُوۡرَةُ الشُّعَرَاء : 90]
په هغه ورځ به جنت پرهيزګارانو ته نژدې راوستل شي

نظرات
ارسال یک نظر